فاریاب کې سږکال ۲۴۰ زره کورني څاروي واکسین شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۱
فاریاب کې سږکال ۲۴۰ زره کورني څاروي واکسین شوي دي

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت په کچه ۲۴۰ زره کورني څاروي د ساري او د انسانانو او حیواناتو ترمنځ د ګډو ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي دي.
دغه راز سږکال د فاریاب ولایت دوه زره او ۵۶۰ مالداران هم د حیواناتو د تغذیې، د حیواني ناروغیو سره د مبارزې او دغه راز د سایلچ جوړولو د لارو چارو په برخه کې روزل شوي دي. په همدې حال کې ددې ولایت پر زیانمنو کوچیانو ۸۷ مټریک ټنه دڅارویو خوراکي توکي «کانسنټریټ» او د څارویو د ځیګر د چونجیو ضد درمل هم وېشل شوي دي.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت