لوګر کې د نږدې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۳۳
شبکه‌ی آبیاری زاهدآباد لوگر به ارزش ۱۰ میلیون افغانی به بهره‌برداری سپرده شد

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د ذاهد آباد سیمې د اوبولګولو شبکې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي، د کرنې رییس عبدالله تسل او د یاد ولایت د ملکي او نظامي ادارو یوشمېر چارواکو کډون درلود.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې د اوبولګولو یاده شبکه ۳.۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري او څه باندې درې زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او سلګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د اوبولګولو د یادې شبکې د رغولو ټولیز لګښت ۹.۹میلیونه افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» له خوا د یوه کال په موده رغول شوې ده.
ددې شبکې په رغولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته  دکار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم  ۲۵ سلنه لوړ شي، چې د دې شبکې له لارې خړوبېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت