د سوېل ختیځ زون د دریو ولایتونو د کرنې یوشمېر کارکوونکو د ملخانو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې زده کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۰
خوست

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بوټې ساتنې لوی ریاست په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي همکارۍ د سوې ختیځ زون د «پکتیا، پکتیکا او خوست» ولایتونو د کرنې سیمه ییزو کارکوونکو د ملخانو کنټرول، سروې او نورو اړینو تخنیکي برخو کې روزل کېږي.
دغه درې ورځنۍ روزنیز پروګرام چې، د پکتیا ولایت د کرنې په ریاست کې په لاره اچول شوې ده، یادو کارکوونکو ته د ملخانو پروړاندې د مبارزې تخنیکي لارې چارې، سروې او نورو تخنیکي برخو کې نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.
ددې روزنیز پروګرام په پیل غونډه کې، د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې د صحرايي ملخانو ډېرښت طبیعت ننګوي، فصلونه زيانمنوي او چاپېريال له ګډوډی سره مخ کوي. ښاغلی مومند صحرايي ملخانو سره مبارزه اړينه وګڼله او له ګډونوالو يې وغوښتل چې تر لاسه شوې تجربې او زده کړې له بزګرانو سره هم شريکې کړي.
په همدې حال کې، د بوټې ساتنې سرپرست رییس میرجان همت په خپلو خبرو کې وویل، چې سږکال يې د هېواد په سرحدي ولسواليو کې په زرګونه هکتاره ځمکې د صحرايي ملخان څخه پاکې کړي، او د کنترول یادې کړنې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
یاد روزنیز پروګرام په راتلونکې کې ملخانو سره د ښې مبارزې په موخه په لاره اچول شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت