له بیا رغونې تر زرغونتیا، خوست کې د ځنګلونو په پار یو لړ پرګرامونه پلي شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۲:۴۱
له بیا رغونې تر زرغونتیا، خوست کې د ځنګلونو په پار یو لړ پرګرامونه پلي شوي

۱۶ سلواغه ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د بیارغونې، خوندیتوب او پراختیا په پار یې له ځنګل لرونکو سره په ګډه یو لړ پرګرامونه او برنامې پلي کړي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، چې سږ کال یې د ځنګلونو د پراختیا، بیارغونې او ساتنې په موخه ګڼې برنامې په لاره اچولي دي، چې له هغې ډلې یې د خوست په نهو ولسوالیو کې د ځنګلونو د پرېکېدو او مخنیوي لپاره د ټولنو جوړول، د اړوندو توکو وېش، ځنګل لرونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام په لاره اچول، په ځاځي مېدان، سپېره، تڼي، موسی خیل او دوه منده ولسوالیو کې ۳۶۰ کورنیو قوریو پروژې په لاره اچول، چې له دې لارې به راتلونکی کال دوه میلونه او ۱۶۰ زره نیالګي عملآ پاتې سیمو ته ولېږدوي، چې په راتلونکې کې به ورسره  ۲۷۰۰ هکتاره نوي ځنګل ورغول شي.
دغه راز په ورته وختونو کې  د  واټرشیډونوجوړښت او له دې لارې د ۱۰۸ هکتاره نوي ځنګلونو جوړول او پر ځنګلونو داومداره څارنه نورې هغه چارې دي، چې د راون کال په ترڅ کې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې په دې ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ترسره شوي دي.
خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ او نورستان د هېواد له هغو ولایتونو څخه شمېر کېږي، چې په زیاته کچه ځنګلونه، طبي بوټي او غرنۍ سیمې لري، چې هر ولایت او سیمه یې د خپلې ارزښتناکې مېوې او پیداورو په درلودلو سره ځانګړی ځای خپل کړی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت