د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د سند په پار د پوهاوی غونډه وشوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۳:۴۴
د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د سند په پار د پوهاوی غونډه وشوه

۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د دویم سند په موخه د نظر غوښتنې او عامه پوهاوی غونډه، ددې وزارت د رییسانو، کارپوهانو او د کرنې سکټور د یوشمېر کارکوونکو په شتون کې په لاره واچول شوه.
د نظرغوښتنې او عامه پوهاوی د یادې غونډې مشري د کرنې وزارت د پلان او پالیسیو لوی رییس شکیب شریفي کوله، ښاغلی شریفي وویل: «که پروګرام له ستر چتر څخه پیل کړو، له نړیوالې ټولنې سره، چې کومې ژمنې لرو، باید نړیوالو اسټراټیژیو ته ژمن پاتې شو. نننۍ غونډه څو برخې لري، یوه برخه یې زرغون کرنې پورې تړلې ده، چې پرې خبرې کوو، په دې سند کې پر درو موضوعاتو ټینګار شوی دی، چې عبارت دي له سولې جوړونه، نظام جوړونه او بیارغونه. له ۲۰۱۲ام تر ۲۰۲۵کال پورې په دې برخو کې څنګه کولای شو چې کار وکړو او له یادو مواردو سره د کرنې اړیکې څه دي؟ په یاد سند کې فعالیتونه هدفمند او متمرکز پیشبیني شوي دي او زموږ کړنې هم باید په همدغو مواردو کې تمرکز وکړي.»
ښاغلی شریفي زیاته کړه، چې راتلونکی اوونۍ ددې سند پر جزیاتو او داچې کومې چارې دکرنې وزارت اړوندې چارې دي پرې خبرې کېږي.
دغه راز د کرنې وزارت د پالیسیو رییس اسماعیل حسن زاده د یوې پریزنټیشن په وړاندې کولو سره وویل: «یاد سند د ځان بسیاینې، د جمهوریت خوندیتوب، اوربند، سوله راوستل، د خلکو سوکالي، د بېوزلۍ کچه ټیټول، کرونا سره مبارزه، د جګړې پای ته رسېدل، له بهرنیو اړتیاوو څخه خلاصون، د خلکو اقتصادي ودې او پراختیا په برخو کې اساسي خبرې لري او د حکومت نظر په کې وړاندې شوې ده، زموږ ونډه په کې اساسي ده. ځکه زموږ د ټولنې ډېری ستونزې کرنې سره اړیکه لري.»
د عامه پوهاوي په دې غونډه کې ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د بني‌حصار په سيمه کې د کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د کابل د بني‌حصار په سيمه کې د ياد وزارت له کرنيزو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
Background image

بامیان کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، د باميانو په ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو لپاره د بېړنيو مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۱
Background image

د بلخ زاري ولسوالی کې له څه باندې ۴۰۰ راستنو شويو کډوالو سره نغدي مرستې ترسره شوې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولايت د زاري ولسوالی کې له کډوالۍ راستنو شويو ۳۰۰ اړمنو کورنيو سره د نغدي مرستې دویم پړاو عملي شو. دغه مرستې د «ډبلیواچ‌اچ» مؤسسې. . .

بازگشت