پکتیا کې پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغوزې تخمونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۲۵
پکتیا کې پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغوزې تخمونه ووېشل شول

۲سلواغه ۱۳۹۹
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت( FAO-GEF ) پروژې په همکارۍ ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغورې تخمونه وېشلي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چهارمغزو او جلغوزې یاد تخمونه ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پرهغو ۶۵ قوریه لرونکو وېشل شوي، چې تېر کال د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت ( FAO-GEF ) پروژې له خوا ورته د چهارمغزو او جلغوزې کورني قوریې جوړې شوې وې. یاد تخمونه د جوړشویو قوریو د نیالګیو د شمېر زیاتوالي او پیاوړتیا په پار وېشل شوي دي.
د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت ( FAO-GEF ) پروژې ولایتي مسوول محمد ابراهیم قادري وویل، چې په دې لړۍ کې هر قوریه دار ته ۱۸ کیلو ګرامه د چهارمغزو او یوه کیلو ګرامه دجلغوزې تخمونه ورکړل شوي دي.
ښاغلی قادري وویل، چې بزګرانو ته له دې وړاندې عملي او تخنیکي روزنه هم ورکړل شوې او د دوی تخنیکي کارکوونکي به یې وخت پر وخت څارنه کوي، ستونزې به پېژندل کېږي او د حل لارې چارې به ورته لټول کېږي.
دغه مرستې ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ترسره شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو، چارمغزو او طبیعي ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د طبیعي ځنګلونو د بيا رغونې په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۶
Background image

کندز ولایت ته د کرنې وزارت د خاورې څېړنو د رییس سفر 

۲۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خاورې د څېړنو رییس صبغت‌الله رحیمي کندز ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوي نیاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په پار غونډه دایره شوه 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دې پروګرام د تخنیکي کمېټې د غړو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د. . .

بازگشت