پروان کې د اوبولګولو پنځه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۱۴ مرغومې ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو د پنځو شبکو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پروان د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وايي، چې د اوبولګولو یادې شبکې دروان لمریز کال په ترڅ کې د پروان ولایت په څو ولسوالیو کې د ۲۲میلیونه او ۱۵۹زره او ۴۹۴ افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
ښاغلی خیرزاد زیاته کړه، چې د اوبولګولو د یادو شبکو په جوړېدو سره د کرنیزو اوبو د ۲۰ سلنې ضایعاتو مخه نیول شوې او ترڅنګ یې ځمکوال او بڼوال په لږ وخت او لږ لګښت سره خپل بڼونه او ځمکې خړوبوي.