ننګرهار کې د چرګانو پېر-پلور لوی مارکېټ پرانیستل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۶:۴۶
ننګرهار کې د چرګانو پېر-پلور لوی مارکېټ پرانیستل شوه

۸ مرغومې ۱۳۹۹
د ننګرهار په ولایت کې د چرګانو د پېر-پلور یو لوی مارکېټ د ۱.۵ میلیونه ډالرو په رازښت جوړ او په فعالیت پیل کړی دی.
مشعل د ختیځ زون مارکېټ د ننګرهار د کرنې رییس، انعام الله صافی او ددې ولایت د چرګانو روزنې ټولنې استازو او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
ننګرهار کرنی ، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انعام الله صافی وویل، چې یاد مارکیت د چرګانو سکتور پیاوړتیا، انډولیزه پرمختیا، کاري فرصتونو برابرولو، صحي او باکیفیته غوښو ترلاسه کولو، بریډر فارمونو اونورو مهمو برخو کې مرسته کوي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست دمالدارۍ امر ډاکتر ضمیر بهسودي د چرګانو روزني میتودونو، د ښار څخه د کراچیو پرسر د چرګانو پلورلو مخنیوی، د مارکیټ د چرګانو څخه دوامداره څارنه او دعامه پوهاوی د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې ددې مارکېټ ښې ګڼې وبللې .
د یاد مارکېټ مرستیال عبد الاحد وویل، چې دا مارکېټ په اته جریبه ځمکه کې د ۱.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوي ده چی 300 دوکانونه لري .
هغه زیاته کړه په یاد مارکېټ کې د دوکاندارانو لپاره د دانې ساتلو خوني (ګودام) ، درملتونونه ، د چرګانو دخوراک اوڅښاک توکي او دیو ورځنیو چرګوړو د ساتلو خوني په نظر کی نیول شوي دي .
همدارنګه یاد مارکېټ څخه به کابل، لغمان، کونړ،نورستان او د ننګرهار ولایت ۲۲ولسوالیو ته چرګان انتقالیږي، چی ددی سره به 2500 تنوته په مستقیم او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت