د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق د برنامو له رییس سره، د کرنیزو پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۵:۴۷
وزیر زراعت با رییس برنامه‌های صندوق بین‌المللی انکشاف زراعت در افغانستان، درباره‌ی چگونه‌گی تطبیق پروژه‌های زراعتی صحبت کرد


۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د افغانستان په برخه کې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق مشرتابه او د برنامو رییس سره د ویډیو کنفرانس له لارې ددې صندوق د تر چترلاندې پروژو پر فعالیتونو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» رییسانو هم شتون درلود.
د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق، د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2 له تمویل کوونکو څخه دی.
په افغانستان کې د کرنې د پراختیا د نړیوال صندوق د برنامو رییس چنډرا سمیکټو «Candra Samekto»د کرنې له وزیر څخه په مننې سره، د یادو دوو پروژو د ملاتړ په پار ددغو پروژو پر لاسته راوړنو، کړنو او پلانونو خبرې وکړې.
ښاغلی سمیکټو وویل، د کویډ ۱۹ له ستونزو سره سره، د یادو دوو پروژو چارې په سمه توګه پرمخ تللي دي، هغه هیله لري چې یادې پروژې په ښه ډول او پر خپل وقت پلي شي.
هغه یووار بیا وویل، چې یاد صندوق به د یادو پروژو ملاتړ کوي.
ډاکټر انوارالحق احدي دکرنې په برخه کې ددې صندوق له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د یادو پروژو فعالیتونه او برنامې مثبتې دي هغه زیاته کړه، ډاډ من دی چې د یادو پروژو ګټورې کړنې زیاتیږي.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، خلکو ته د لا اغېزمنو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار اړتیا ده، چې د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه«CLAP» او له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه «SNaPP2د خپلو چوپړتیاوو لمن پراخه او نورو ولایتونو ته یې هم وغځوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان‌سي‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۳
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی. . .

بازگشت