نيمروز کې د ۱۱مميزخونو چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۵:۴۶
نيمروز کې د ۱۱مميزخونو چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول


۲۵ ليندۍ ۱۳۹۹
د نيمروز ولايت دکرنې رياست چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د۱۱ مميزخونو رغنيزې چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دنيمروز دکرنې رياست چارسمبال ذبيح الله اوليازاده وايي، چې دکرونا په پېر کې دکرنيزو محصولاتو مديريت دطرحې په اډانه کې ددې ولايت په کچه د ۳۵پروژو چارې پيل شوې، چې په کې ۲۰ مميزخونې او دپيازو ۱۵ زېرمتونونه شامل دي. د ولي زاده په خبره د۲۰ مميزخونو له ډلې د۱۱ مميزخونو چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ښاغلی اولیازاده وويل، چې د نورو مميزخونو رغنيزې چارې هم ۹۰سلنه بشپړ شوي او ډېرژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه مميزخونې دکرنې وزارت دکرنيزو محصولاتو مديريت دپروژې له لارې دنيمروز ولايت په مرکز زرنج او ددې ولايت دچخانسور، چهاربرجک او خاشرود ولسواليو کې بڼوالو لپاره جوړيږي.
ددغو مميزخونو ټوليز لګښت نږدې اووه ميليونه او ۴۴۰زره افغانيو ته رسيږي. ياد مميزخونې هر يوه يې په يوه وخت کې ددې وړتيا لري، چې لس مټريک ټنه انګور په مميزو واړوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت