نیمروز کې مېرمنو لپاره ۲۵وړې شنې خونې جوړیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۵:۳۵
نیمروز کې مېرمنو لپاره ۲۵وړې شنې خونې جوړیږي

۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د نیمروز ولایت یوشمېر مېرمنو ته ۲۵ وړې شنې خونې جوړوي.
دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د پراختیا یي بودیجې له لارې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ۲۵ مېرمنو ته جوړیږي.
د یادو شنوخونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.
له څو کلونو را په دې خوا په نیمروز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې د ه، چې ښې پایلې لري.
یو شمېر هغو مېرمنو، چې په تېروکلونو کې یې شنې خونې تر لاسه کړي دي وایي؛ د ژمي په موسم کې چې په بازار کې سابه او ترکاری نه وي د خپلو کورنیو د اړتیا وړ سابه او ترکاري له خپلو شنوخونو څخه تر لاسه کوي او یوه برخه یې په بازار کې هم خرڅوي او دکور لګښتونه پرې پوره کوي.
له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې مېرمنو ته سلګونه وړې او لویې شنې خونې جوړوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت