په زابل کې د کرنې وزارت لخوا د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۲ پروژو چارې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي
په زابل کې د کرنې وزارت لخوا د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۲ پروژو چارې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. په دغو پروژو کې ۲۰۰ ممیزخونې او د مڼو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي. د دغو پروژو یوازې لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.