بلخ کې پر ۱۸زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي
۲۶ لړم ۱۳۹۹
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو داصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ کې پر ۱۸زره او ۵۰۰ بزګرانو ۷۳۴مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. دغه تخمونه د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت او د سبسایډي په ډول د کرنې وزارت له خوا پر بزګرانو وېشل کیږي.