د کرنې وزارت د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی زده کړیالانو ته د خپلو برنامو او کړنو په هکله مالومات ورکړ

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۵۸
د کرنې وزارت د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی زده کړیالانو ته د خپلو برنامو او کړنو په هکله مالومات ورکړ

۱۷ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا اکاډمیک او عامه بنسټونو ته د مالوماتو وړاندې کولو په لړ کې، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست چارواکو، د کابل پوهنتون د کرنې پونځی زده کړیالانو ته د طبیعي سرچینو له ډلې ځنګلونو، څړځایونو، خوندي شویو سیمو، طبي نباتاتو او ملي پارکونو په هکله مالومات وړاندې کړل.
په دې برنامه کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس محمدرفیع قاضي زاده، د کرنې وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو، برنامو، کړنو او د طبیعي سرچینو د ارزښت په هکله زده کړیالانو ته لازم مالومات وړاندې کړه.
ښاغلی قاضي زاده وویل «تېر کال یوازې د طبي نباتاتو له ډېلې انجې د پلور له لارې افغانستان ۱۰۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړې ده. زموږ هېواد ډېر طبیعي سرچینې لکه ځنګلونه، څړځایونه، حیوانات او سرچیني لري، چې ارزښت یې میلیارډونو ډالرو ته رسیږي.»
په دې برنامه کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی نږدې ۱۰۰ تنه زده کړیالان شتون درلود، چې خپلې پوښتنې هم وړاندې کړل او د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس له خوا د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.
د کرنې وزارت خلکو ته د مالوماتو وړاندې کولولو او بېلابېلو بنسټونو سره ددې وزارت د کړنو او برنامو د شریکولو په پار پروګرام په لاره اچولی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت