د اوبولګولو نوي لارې چارې: کونړ کې ۴۰۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۳:۱۷
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې د کرنې د ودې، د حاصلاتو زیاتوالي او د بزګرانو د عواید د زیاتولو په پار د للمي او شاړو ځمکو د خړوبولو نوي لارې چارې ته مخه کړی، چې په یوشمېر ولایتونو کې بزګرانو او بڼوالو ته د دوی د ځمکو د خړوبولو په پار له لمریزې برېښنا کار اخلي.


۷ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې د کرنې د ودې، د حاصلاتو زیاتوالي او د بزګرانو د عواید د زیاتولو په پار د للمي او شاړو ځمکو د خړوبولو نوي لارې چارې ته مخه کړی، چې په یوشمېر ولایتونو کې بزګرانو او بڼوالو ته د دوی د ځمکو د خړوبولو په پار له لمریزې برېښنا کار اخلي. ددغو ولایتونو له ډلې یو هم د کونړ ولایت دی. د کونړ په ولایت کې ۱۸ زره او ۳۰۰ هکټاره اوبیزې او شپږ زره او ۳۰۰  هکټاره للمي ځمکې باندې کرکېله کیږي.
د کونړ د کرنې چارسمبال رییس نجیب الله عادل وایي، چې ددې ولایت د شاړو ځمکو د خړوبولو په پار ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې یوه انداز للمي او شاړې ځمکې د لمریزې انرژۍ له لارې خړوبې شوي دي او ټاکل شوې ده، چې تر یوې اوونۍ پورې به ددې ولایت ۴۰۰ زره جریبه نور للمي او شاړې ځمکې هم د لمریزې انرژۍ له لارې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.
دغه پروژه د کرنې وزارت له خوا د کونړ ولایت په لاهوري ډاک کې پلي کیږي، چې سرکاڼو، مروره او نارنج ولسوالۍ په برکې نیسي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۹۱.۲ میلیونه افغانۍ ده.
یادې ځمکې تر دې مخکې د للمي په ډول کرل کېده او د اوبو د نشتون په صورت کې له دغو ځمکو څخه هیڅ ډول حاصل لاس ته نه راتله. د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې دغه ځمکې د سیند له تله لوړ دي، چې د لمریزې برېښنا په سیسټم ددغو ځمکو سمبالول په دې سیمه کې د اوبولګولو ستونزه د تل لپاره هواره وي.
د کونړ ولایت د کرنې ریاست چارواکي په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د لمریزې انرژۍ پر امټ د اوبولګولو  نور سیسټمونه هم جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت