هرات ته د کرنې وزارت د سرپرست په سفر کې؛ هرات کې د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۳:۲۶
هرات ته د کرنې وزارت د سرپرست په سفر کې؛ هرات کې د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول یک‌شنبې د تلې ۱۳مه ۱۳۹۹ د هرات ولایت د کرخ، ګذرې او انجیل په ولسوالیو کې، د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه، یاد ولایت ته د کرنې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د سفر په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مالدارانو د تولیدي شېدې روغتیا ساتنه، ۸۰۰ مالدارانو ته د پلور په پار بازارمونده او کارموندنه ددغو مرکزونو ښې ګڼې دي. د شېدې ټولولو د یادو مرکزونو ټولیزه وړتیا څه نږدې اته مټریک ټنه ده. دغه مرکز
یک‌شنبې د تلې ۱۳مه ۱۳۹۹
د هرات ولایت د کرخ، ګذرې او انجیل په ولسوالیو کې، د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه، یاد ولایت ته د کرنې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د سفر په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مالدارانو د تولیدي شېدې روغتیا ساتنه، ۸۰۰ مالدارانو ته د پلور په پار بازارمونده او کارموندنه ددغو مرکزونو ښې ګڼې دي.
د شېدې ټولولو د یادو مرکزونو ټولیزه وړتیا څه نږدې اته مټریک ټنه ده.
دغه مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت