د کرنې وزارت سرپرست له خوا د هرات د چالستان او غېزان د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۳:۲۲
د کرنې وزارت سرپرست له خوا د هرات د چالستان او غېزان د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۱۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ددې وزارت د مشرتابه په توګه په خپل لومړني سفر کې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د شربت کلا د کلي اړوند د « چالستان اوغېزان» د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپاره.
یاد کانال په ټولیزه توګه د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له دویم ملي لومړي توب څخه د ملاتړ برنامې له خوا د ۲.۲۷۳ کیلومترو په اوږدوالی په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده او څه باندې یو زر او ۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.
یاد کانال ۲۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي او د نږدې ۵۰۰ کروندګرو کورنیو کرنیز حاصلات هم ۲۰ سلنه زیاتوي.
دغه راز په نېغه له دې کانال څخه درې زره کسان ګټه پورته کوي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې، د کرخ په ولسوالۍ کې د چالستان اوغېزان کانال د جوړولو ترڅنګ، د «SNaPP2» برنامې له لارې د هرات ولایت په انجیل، ګذرې، کرخ او زنده جان ولسوالیو کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو ۱۳ شبکې پلي کړي دي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» اړوند د اوبولګولو د پروژې له لارې د رباط سنګي په ولسوالۍ کې د څاڅکي اوبوخور دوه سیسټمونه د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
باید وویل شي، چې د«SNaPP2»برنامې له لارې د غوریان، زنده جان او کرخ په ولسوالیو کې د ۹۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو پنځه شبکې جوړول او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د اوبولګولو د پروژې له لارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ابرېزو د ودانیو جوړولو پروژې پلي کېدل، لس کارېزونه او د څاڅکي اوبوخور نهه سیسټمونه جوړول په هرات ولایت کې د اوبولګولو په برخه کې دکرنې وزارت نورې کړنې دي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۷:۲۲
Background image

کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو


۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کانګو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۷ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د. . .

بازگشت