هېواد کې د بيرې ځنګلونو د ترويج او پراختيا په پار هڅې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۵۷
هېواد کې د بيرې ځنګلونو د ترويج او پراختيا په پار هڅې
۴تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د چاپېریال ساتنې، د اقليم بدلون دمخنيوي، خاورې ساتنه، د سېلابونو مخنيوي، شاتو مچيو روزونکو ته اسانتيا برابرول، د وړو څارويو (پسونو او وزو)روزنې او په ټوله کې دبيرې شاتو د توليد د پراختيا په پار چې نړيوال اقتصادي او روغتيايي مخينه لري د هېواد په کچه په کرنيز سکټور کې نوی اقتصادي بوټي ور وپېژني.
په همدې موخه لغمان کې دبيرې سلګونه هکټاره ځنګلونه اېښودل شوي دي، چې اوس يې ښه وده کړي او ځنګلونه يې په ګل راغلي.
د کرنې وزارت پدې پرتمینه خوشحالۍ کی د بیرې ګل مېله او کرنیز نندارتون تر عنوان لاندې مېله او نندارتون په لاره اچوي، چې د شاتو مچيو روزونکو د بيرې توليد شوي شات او نورو کر نيزو توکو ته بازار موندنه وشي.
چارواکي وايې چې، دبيرې ځنګلونه د شاتو مچیو فارم لرونکو ترڅنګ د مالدارۍ ودې، د سیلابونو په وسیله د ځمکې تخریب په مخنیوي، د اقلیم بدلون سره مبارزه، د مضره ګازو د جذب او د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو په مخنیوي کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت