د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير د امريکا پراختيايي ادارې او د کرنې وزارت له استازو سره د کرنيزو محصولاتو دمعياري کولو په هکله خبرې وکړې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۵۶
گفتگوی سرپرست وزارت زراعت با نمایندگان وزارت زراعت و اداره انکشافی امریکا در مورد معیاری سازی محصولات زراعتی


۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي نن د ويډيو کنفرانس له لارې، د امريکا متحده ايالاتو پراختيايي ادارې (USAID)، د امريکا دکرنې وزارت(USDA) او د(CLDP) له استازو سره دافغانستان د حيواني او کرنيزو محصولاتو د اسټنډرد کولو په هکله خبرې وکړې.
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير د کرنې په سکټور کې د امريکا متحده ايالاتو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د حيواني او کرنيزو محصولاتو په ځانګړې توګه د توليداتو د معياري کولو او نړيوالو مارکېټونوته د کورنيو محصولاتو د صادراتو د زياتوالي په برخه کې د اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
په دې ويډيويي خبرو اترو کې، د امريکا بېلابېل پراختيايي ادارې ژمنه وکړه، چې افغانستان سره د وړتيالوړولو، معياري لابراټوار جوړولو او د نړيوال سوداګريزې ادارې د شرايطو پراساس باکيفيته توليداتو ته د زمينې برابرولو په برخه کې به لا ډېرې مرستې وکړي.
دوی وويل، چې حيواني او کرنيزو محصولاتو اسټنډرډ کولو سره، نړيوالو مارکېټونو ته په مناسبه بيه د لا ډېرو صادراتو زمينه برابريږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۰
Background image

د کرنې سکټور د پراختیا په‌پار د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه، د دې وزارت د پالیسۍ او. . .

بازگشت