ترکیه افغانستان سره کرنیزو همکاریو ته چمتو ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۶:۴
ترکیه آماده‌ی همکاری‌های زراعتی با افغانستان است
 
۲ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د خپل کار په دفتر کې د ترکیې جمهوریت دهمکاریو د همغږی اژانس (تیکا) له همغږی کوونکی زهوتو چال سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلی احدي د ترکیې جمهوریت دهمکاریو د همغږی اژانس، همغږی کوونکی ته ښه راغلاست وویل، او یادونه یې وکړه، چې د ترکیې جمهوریت له افغانانو سره په هره برخه کې همکار ده او دې ته په کتو چې ترکیه د کرنې په برخه کې مخکښ دی، موږ غواړو د خپل هېواد د کرنې د پرمختګ په برخه کې ددې هېواد له تجربو څخه ګټه پورت کړو.
دغه راز په کابل کې د «تیکا» همغږی کوونکی ښاغلی زهوتو چال، ډاکټر انوارالحق احدي ته د هغه د نوي دندې د مبارکۍ ترڅنګ، د کرنې په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت