د کرنې وزارت سرپرست: په ۱۴۰۰ مالي کال کې د تولید ترڅنګ پر بازار موندنه هم تمرکز کوو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۵:۴۳
سرپرست وزارت زراعت: در سال مالی ۱۴۰۰ در کنار تولید، روی بازاریابی نیز تمرکز خواهیم کرد
 
۳۱ وږی ۱۳۹۹
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د یاد وزارت مرستیالانو، رییسانو او د کرنې وزارت د پروژو د چارواکو په شتون کې اداري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، د پروژو د پلي کېدو د پرمختګ پر لړۍ او د راتلونکي کال پر مالي پلان خبرې اترې وشوې.
د پلان او پالیسۍ لوی رییس شکیب شریفي او د مالي ریاست چارواکو د پروژو د کاري پرمختګونو، د بودیجې د لګولو او د راتلونکي مالي کال د پلان د طرحې په هکله اړین توضیحات وړاندې کړل.
په همدې حال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د بودیجې معقول لګول او پر خپل وخت پروژې پلي کول ډېر اړین دي.
د کرنې وزارت چارسمبال د بودیجې د اغېزناک لګولو پر اهمیت او پر خپل وخت د پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او وویل، چې راتلونکی مالي کال لپاره د کرنې په برخه کې یوشمېر لومړیتوبونه لري. هغه وویل، له پروژو څخه تمه داده، چې د بودیجې مصرف اغېزناک او هم د بودیجې د لګولو کچه په سمه توګه وي.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، که ښې برنامې او طرحې جوړې شي، کولای شو چې په سمه توګه له مسوولو بنسټونو د پیسې غوښتنه وکړو.
د کرنې وزارت سرپرست وویل، چې راتلونکی کال به هم د کرنیزو محصولاتو پر زیاتوالی او هم په نړیواله کچه کرنیزو تولیداتو ته د بازارموندنې په برخه کې تمرکز وشي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت