ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه رسماً معرفي شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۶:۴
داکتر انوارالحق احدی رسماً به عنوان سرپرست و نامزدوزیر وزارت زراعت معرفی شد

 

 ۲۴ وږی ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فضل محمود فضلي له خوا نن ډاکټر انوارالحق احدي، رسماً د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ور وپېژندل شو.

کرنې وزارت ته د ښاغلي احدي تر پېژندنې مخکې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر په شتون کې د نویو سرپرست او نوماند وزیرانو د پېژندنې په موخه غونډه جوړه شوې ده.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فضل محمود فضلي کرنې وزارت ته د ښاغلي احدي په پېژند غونډه کې وویل، د جمهوري ریاست د چارو اداره به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره له نږدې او ډېر همکاري ولري. ښاغلی فضلي دکرنې نوماند وزیر ته په خطاب کې وویل، چې د چارو اداره د خپلو ټولو وړاندیزو په تعقیب کې د زماني جدول پر بنسټ عمل کوي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر د مرکزي بانک د مخکني مشر، د مالیې او دغه راز د سوداګرۍ مخکیني وزیر په توګه د ډاکټر انوارالحق احدي کړنې وستیالې او

وویل: «کله چې ښاغلی احدي د مرکزي بانک مسوولیت پر غاړه واخیست موږ هیڅ ډول اقتصاد نه درلود.» په همدې حال کې ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارسمبال او نوماند وزیر په توګه د خپل کار په پیل کې د کرنې پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل، چې دی به هلې ځلې وکړي، چې ددې وزارت له کارکوونکو سره له نږدې همکاري ولري. ښاغلی احدي د کرنې وزارت په مسلکي توب ټینګار وکړ او

وویل: «زه یو مسلکي اداره غواړم، موږ هغه وخت موخې ته رسیږو چې په رښتنې توګه مو همکاران مسلکي او ترڅنګ یې چارې روڼ وي. که دغه دوه ښې ګڼې شتون ولري، چارې په سمه توګه پر مخ ځي.» ښاغلی احدي دغه راز ټینګار وکړ، چې د کرنې وزارت د کار سیمه پراخه ده او یو کس به یې د مدیریت توان ونه لري. هغه وویل، چې د کار د ښه ترسره کېدو په پار، د ټولو همکارانو په همکارۍ اصلي موخې ته د رسېدو په پار هلې ځلې کوو.

د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر دغه راز وویل، چې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو په ملي عوایدو کې د دوی ونډه ۲۶ سلنه ده. ښاغلی احدي ټینګار وکړ، چې د هېواد داقتصادي وضعیت د ښه کولو په پار، باید کلي پرځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو سره یو ځای، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست اړوند د همکاری موسسې اکشن اېډ له‌ لورې ددې ولایت په سید کرم ولسوالی کې پر ۱۷۵ تنو بڼوالو د بڼوالې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د مالدارۍ آمر هدایت‌الله هدایت او د کرنې. . .

بازگشت