د ننګرهار د خرماوو کلنۍ توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

mail-admin
د ننګرهار د خرماوو کلنۍ توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

 

۱۶ وږی ۱۳۹۹ د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي. ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي. ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي. د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، چې راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي. که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توايد په برخه کې پرځان بسيا شي.