پنجشیر کې د نویو کرنیزو پروژو چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۵:۱۳
پنجشیر کې د نویو کرنیزو پروژو چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي
 
۴ وږی ۱۳۹۹
د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د ۷۶ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې رغنیزې چارې یې تر ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه پروژې د پنجشیر ولایت د مرکز ترڅنګ ددې ولایت په ابشار، دره، عنابه، شتل، پریان، رخه او خینج ولسوالیو کې پلي کیږي.
د پنجشیر د کرنې ریاست د ترویج لوی مدیر عبدالرشید میثاق وایي: «د پنجشیر په ولایت کې په ټولیزه توګه د کچالو ۵۰ زېرمتونونه، د پیازو ۹ زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار ۷ سړې خونې جوړیږي، چې رغنیزې چارې یي تر ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو دمېوو او سبو لس لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل کیږي.»
ددغو پروژو د پلي کېدو ټولیز لګښت ۵۰ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو ته رسیږي.
د پنجشیر د دویمې حصې ولسوالۍ اړوند د «عبدالله خېلو درې» یو تن بزګر شاه‌ولي، چې ورته د پیازو یوه زېرمتون جوړیږي، د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو هرکلۍ کوي او وایي: «حکومت له موږ سره زړه سوي کوي او موږ ته د پیازو زېرمتون جوړوي، مخکې مو چې حاصل راټولول ژر به مو خرڅول، ددې لپاره چې دا وېره راسره وه، چې حاصل مي خراب نه شي، ددې لپاره چې خوڅا نه شي ژر به مو خرڅ کړل. اوس یې په دې زېرمتون کې ساتو او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې خرڅوو.»
شاه‌ولي ته چې د پیازو کوم زېرمتون جوړیږي، په کې شپږ کسان په دندو بوخت دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت