۳۴ ولایتونو کې د زعفرانو ۹۰۳ ننداریزې قطعې جوړول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۳:۳۸
ساخت ۹۰۳ مزرعه‌ی نمایشی زعفران در ۳۴ ولایت
 
۳ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال له پیل څخه د زعفرانو د ۹۰۳ ننداریزو قطعو جوړول پیل کړ، چې له دې ډلې ډېری ننداریزې قطعې یې جوړې شوي دي.
د زعفرانو دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په نیم جریبه ځمکه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړیږي. ددغو ننداریزو قطعو ډېری برخه بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده، چې د زعفرانو یاد ټول ننداریزې قطعې د کال تر پایه جوړې شي.
دغه راز د روان مالي کال په لومړی نیمایي، کې د پستې د زر هکټاره بڼونو د جوړولو په پار د کابل، غزني، میدان وردګ، لوګر، بامیان، دایکندي، بلخ، پکتیا، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، پکتیکا، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، نیمروز او زابل په ولایتونو کې د پستې تخمونه وېشل شوي دي.
په همدې توګه دغزني، لوگر، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنگان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، خوست، پکتیکا، ارزگان، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس او زابل په ولایتونو کې د پستې د ۲۸۵ هکټاره بڼونو د پیوند چارې هم پیل شوي دي او ټاکل شوې، چې د کال تر پایه بشپړ شي.
په ورته وخت کې، د کابل، کاپیسا، لوګر، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، خوست او کندهار په ولایتونو کې د کمپوسټ سرې د تولید د ۵۰ واحدونو د جوړولو چارې هم پیل شوي، چې د روان مالي کال تر پایه به یې رغنیزې چارې بشپړ شي.
دغه راز د کرنې وزارت د کابل په ولایت کې پر بزګرو مېرمنو د مرخېړیو د تولید ۷۰ کڅوړې هم وېشلي دي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
Background image

غزني کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نهه زره بچې روزل کېږي

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو. . .

بازگشت