نیمروز کې د ۲۰ ممیزخونو او د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۸:۳۱
کار ساخت ۲۰ کشمش‌خانه و ۱۵ ذخیره‌خانه‌ی پیاز در نیمروز آغاز شد
 
۷ زمری ۱۳۹۹
د نیمروز په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړولو چارې عملاً پیل شوې.
بزګرانو لپاره ددغو بنسټونو د جوړېدو چارې ددې ولایت د چخانسور ولسوالۍ د کلوخي له کلي پیل شوې.
ټاکل شوې، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې ددې ولایت د مرکز زرنج په جوی نو سیمه او دغه راز د چخانسور، خاشرود او چهاربولک ولسوالیو کې ۲۰ ممیزخونې او د پیازو ۱۵ زېرمتونونه جوړ شي. ددغو پروژو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
ددغو پروژو د پلي کېدو په پیل سره، ۲۴۵ کسانو ته په نېغه د کار زمینه برابره شوې ده. دغه راز د یادو ممیزخونو او زېرمتونونو جوړول د بڼوال او بزګرانو د خوښي لامل شوي، ځکه هغوی د خپلو محصولاتو د ارزښت د لوړېدا او دغه راز د دوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې د زمینې برابرول په پار خوښ دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت