د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۰:۵۵
د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي
۴ چنګاښ ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینې ښیي، چې سږ کال ددې ولایت د بادرنګو حاصلات په ۱۶ سلنې لوړوالي سره دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنو ته رسیږي.
د پروان د کرنې ریاست مشر عبدالوهاب خیرزاد وايي: «سږکال د بادرنګو د کرکېلي د سیمو زیاتوالي، بزګرانو ته فني او مسلکي لارښوونې، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول او د اقلیمي شرایطو ښه والي ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د بادرنګو حاصلات زیات شي.»
ښاغلی خیرزاد زیاته کړه، چې سږ کال ددې ولایت په ۸۲۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه به نږدې دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنه بادرنګ تر لاسه شي. د هغه په خبره، تېر کال ددې ولایت په ۷۶۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه دوه زره او ۱۳۰ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوې وه.
عبدالوهاب خیرزاد وایي، چې د بادرنګو د کرکېلي د سیمې پرتله ښیي، چې سږکال د پروان ولات د بادرنګو کچه ۱۶ سلنه زیاتوالی لري.
په همدې حال کې د پروان ولایت د مرکز اړوند د «دادو» کلی اوسیدونکی نورالدین وایي، چې د بارنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ دي. هغه چې په ۴۰۰ متر مربع شنه خونه کې بادرنګ کرلي وایي: «د بادرنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ زیاته شوې ده. د وري له ۱۶ ام څخه تر دې دمه بادرنګ ټولوو او ۷ کیلو بادرنګ په ۱۷۰ افغانیو خرڅوو.»
د پروان ولایت بادرنګ ځانګړي نوم لري او د چاریکار د بادرنګو په نوم مشهور دي. د چاریکار بادرنګ ځانکړی خوند او عطر لري، چې د کابل او په سیمه ییزو مارکېټونو کې ورته تقاضا ډېره ده او ډېره برخه یې د کابل-شمالي پر لویه لار د مسافرو له خوا پېرل کیږي.
د پروان د مرکز اړوند د «تیلانجي» کلي اوسیدونکی سید امیر چې په خپل یوه جریبه ځمکه کې بادرنګ کرلی وایي: «د چاریکار بادرنګ ځانګړی شهرت لري، په داسې حال کې، چې فارمي بادرنګ په کیلو خرڅیږي، موږ یوه دانه بادرنګ په درې افغانۍ خرڅوو، د نورو بادرنګو په پرتله زموږ بادرنګو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته ده.»
د سبو د کرکېلي او تولید په هکله بزګرانو ته سلا مشورې ورکول، نباتي افتونو او ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې ښودل، د کرنې وزارت اړوند د بېلابېلو پروژو له خوا د شنوخونو جوړول هغه اساسي کړنې دي، چې د پروان د کرنې ریاست هر کال په دې ولایت کې د بادرنګو او نورو سبو د تولیداتو د زیاتوالي په موخه پلي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی چکډېم رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې «یوان‌اوډي‌سي» او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

لوګر کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړې پېرزوينې له مخې، په لوګر ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د بني‌حصار په سيمه کې د کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د کابل د بني‌حصار په سيمه کې د ياد وزارت له کرنيزو او. . .

بازگشت