فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۹
آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم برای هزار دهقان در ولایت فراه

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې،ابو لګولو او مالدارۍ وزارت پراختیایی بودجې څخه د دی ولایت مرکز اړوند او فراه رود، اناردره او لاش جوین ولسواليو کې پر زرتنه مستحقو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لړی پیل شوه.
د دی پروګرام په ترڅ  کې هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه وېشل کيږي.
د یادو اصلاح شويو تخمونو د وېش په بدل کې به له هر بزګر څخه ۵۰۰ افغانۍ د سبسایډي به شکل اخیستل کېږي.
 د دغه ډول پروګرامونو د پلي کېدو موخه د اصلاح شويو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو لوړول او له لږې ځمکې څخه د لا ډېرو حاصلاتو ترلاسه کولو زمینه برابرول دي.
اصلاح شوي تخمونه د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د کرنیزو ناروغیو او افتونو پر وړاندې د نباتاتو د مقاومت زیاتولو او د بزګرانو د تولیدي وړتیا د لوړولو په برخه کې مهم رول لری.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۹
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې،ابو لګولو او مالدارۍ وزارت پراختیایی بودجې څخه د دی ولایت مرکز اړوند او فراه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د دغه ولایت په ناوې او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰ زره غټو. . .

بازگشت