د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۶
د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په دوو ولسوالیو اورګون او خیرکوټ کې، ۷۰ مالدارانو ته د شېدو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول.
د یادې مرستې په لړ کې هرې مستحقې مالدارې کورنۍ ته د لبنیاتو د پروسس، راټولولو او لېږد په موخه دوه د ګاز سلنډرونه، یوه د ګاز بخارۍ، پنځه د شېدو د راټولولو لوښي، دوه د پخلي دیګونه، یوه د مستو او کوچو جوړولو ماشین (چرڼۍ)، دوه د شېدو د لېږد لوښي، پنځه د شېدو د چاڼولو سیمي جالۍ، څلور د شېدو د ګډولو وسایل، دوه بوتله د لاسونو ضدعفوني مایع او دوه بستې ماسکونه ورکړل شوي دي.
د یادو وسایلو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د اقتصاد ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو او همکارانو په حضور کې ترسره شو.
د دې مرستې اساسي موخه د مالدارانو د کاري وړتیا لوړول، د لبنیاتو د پروسس او لېږد بهیر اسانه کول، د شیدو او لبنیاتو د کیفیت ښه‌والی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.
تمه ده، چې د یادو وسایلو په کارولو سره به په اړوندو سیمو کې د لبنیاتو د پروسس او بازار ته د لېږد فعالیتونه پراخ، د مالدارانو عواید زیات او د هغوی د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او نویو عایداتي سرچینو موندلو په موخه کونړ ولایت ته سفر وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال  مولوي باز محمد فیضان د یوه پلاوي په مشرۍ د ځنګلونو د وضعیت ارزونې، د قدرتي سرچینو د ساتنې او نویو عایداتي سرچینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د سمرقند ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ازبیکستان د سمرقند ولایت له والي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په دوو ولسوالیو اورګون او خیرکوټ کې، ۷۰ مالدارانو ته د شېدو د پروسس او لېږد اړین. . .

بازگشت