لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د قرغیو ولسوالی ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یادې مرستې د وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په لارښوونه، د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د قرغیو ولسوالی مرستیال، د یادې مؤسسې مسؤلینو او د ولسوالۍ د ترویج کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، هر مالدار ته ۵۰ کیلوګرامه بور او ۵۷۱۲ افغانۍ نغدې پیسې د څارویو د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ورکول کېږي.
د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ، د هغوی د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا، د څارویو د تغذیې ښه‌والی او د مالدارۍ سکتور پراختیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو د وېش لړۍ به په نږدې ورځو کې د الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې هم پیل شي.

آغاز روند توزیع مواد خوراکی مواشی و کمک‌های نقدی برای ۵۰۰ مالدار در لغمان
۱۶ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان، با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت سازمان ملل متحد (FAO) و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید  (ActionAid)، روند توزیع مواد خوراکی مواشی و کمک‌های نقدی را برای ۵۰۰ مالدار در ولسوالی قرغیو این ولایت آغاز کرد.
روند توزیع این کمک‌ها به هدایت مولوی سلیمان ایمن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لغمان و با حضور داکتر جوادالله علیزاده آمر مالداری و صحت حیوانی، معاون ولسوالی قرغیو، مسئولان مؤسسه یادشده و کارمندان ترویج ولسوالی افتتاح شد.
بر اساس این برنامه، به هر مالدار ۵۰ کیلوگرام بور و مبلغ ۵۷۱۲ افغانی پول نقد، به‌منظور تهیه مواد خوراکی مورد نیاز مواشی توزیع می‌شود.
هدف از تطبیق این برنامه، حمایت از مالداران نیازمند، تقویت وضعیت اقتصادی آنان، بهبود تغذیه مواشی و توسعه سکتور مالداری عنوان شده است.
قرار است روند توزیع این کمک‌ها در روزهای آینده در ولسوالی‌های الینگار و علیشنگ نیز آغاز شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۲۳
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۶  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه رسمي پلاوي. . .

بازگشت