د اداري بهیرونو د ساده کولو او مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا په موخه د کرنې وزارت هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۵۳
تلاش وزارت زراعت برای ساده‌سازی روندهای اداری و تسهیل خدمات به مراجعین

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اداري بهیرونو د ساده کولو کمېټې، د کاري پروسو د اصلاح او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، غونډه ترسره کړه.
دغه اقدامات په امارتي ادارو کې د اداري اصلاحاتو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق په موخه ترسره کېږي.
د وخت‌نیوونکو اداري پړاوونو کمول، د مکتوبونو او اداري اسنادو د طی مراحلو بهیر چټکول، له کاغذپرانیو څخه مخنیوی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او د روڼتیا زیاتول، په دغه وزارت کې د کاري بهیرونو د ساده کولو له مهمو موخو څخه دي.
د دغو اصلاحاتو په پلي کېدو سره به اړینو خدمتونو ته د مراجعینو د چټک لاسرسي زمینه برابره او د هغوی د غوښتنلیکونو د څېړنې او رسېدنې بهیر به اسانه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د اداري پروسو په ساده کولو سره خلکو او بزګرانو ته لا ښه او اغېزناک خدمتونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اداري بهیرونو د ساده کولو او مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا په موخه د کرنې وزارت هڅې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اداري بهیرونو د ساده کولو کمېټې، د کاري پروسو د اصلاح او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه. . .

بازگشت