ځنګلونه
ځنګلونه د کرنې وزارت یوه کلیدي برخه ده. تر دې مهال پورې ټولټال یو ملیون او ۷۸۰ زره هکتاره ځمکه په افغانستان کې په ځنګلونو پوښل شوې ده.
له کورنۍ جګړو مخکې د افغانستان د ځنګلونو شمیر یو ملیون او ۹۰۰ زره هکتاره بې میوې او ۴۵۰ زره هکتاره یې میوه لرونکې وه په کورني جنګونو کې د افغانستان ځنګلونو ته د پام وړ زیانو ولیدل که څه هم په ۱۳۸۱یم کال کې د هېواد ځنګلې سیمه یو ملیون او ۳۴۰ زره هکتاره ځمکه اټکل شوې وه.
خوشبختانه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو ریاست د برنامو او کړنو په پایله کې له ۱۳۸۱یم کال څخه را وروسته یوملیون او ۷۸۰ زره هکتاره ځمکې ته لوړه شوې ده. د کرنې وزارت د ځنګلو ریاست د پلان او برنامو له مخې اټکل شوې چې د ځنګلونو یاد شمیر تر ۲۰۳۰ م میلادي کال پورې یوملیون او ۹۰۰ زره هکتاره ځمکې ته ورسوي.
د کرنې وزارت د ځنګلاتو ریاست، د محلي ټولنې مشارکت پر بنسټ په دوامدار توګه د ځنګلونو ساتلو لپاره، بیارغونې، کارونې ، محلي ارزښت ور زیاتولو او سیلاب مدیریت لپاره د انعطاف وړتیا ، د اقلیم بدلون ته توافق او د کلیوالي او نیمه ښاري ټولنې پراختیا ، د ټولنې پرمختیایی برنامې، د ځنګلونو د قوریو جوړول، د ځنګلي نیالګیوایښودل ، د ځنګلونو ساتنه او د ځنګلونو ساتنې اتحادیې رامینځته کول ، د ځنګلونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیاتول ، د ځنګلونو ښوونې برنامې پلي کول، په کابل او ولایتونو کې یې د سېموزرغونې کول (کمربند سبز) عملي کړې دي.
شعارونه او انځورونه:
|
|