د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړل شو
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو وضعیت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او تخنیکي پلاوي او د یاد ریاست د بېلابېلو برخو د مسؤلینو په حضور کې په هر اړخیز ډول وڅېړل شو.
دغه پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ فاریاب ولایت ته تللی، څو د عوایدو سرچینې، د تحقق شوو عوایدو کچه، پاتې عواید، د عوایدو د راټولولو او ثبت څرنګوالی، او په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې وڅېړي.
په دې غونډه کې د ریاست د عوایدو عمومي وضعیت، شته عایداتي سرچینې، د تحقق شوو عوایدو کچه او پاتې عواید، د عوایدو د راټولولو او ثبت څرنګوالی او د عایداتي سرچینو د مدیریت څرنګوالی تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
د وزارت مالي او تخنیکي پلاوي د عوایدو د راټولولو او ثبت په بهیر کې پر روڼتیا، د پاتې عوایدو پر تعقیب، د نوو عایداتي سرچینو د ظرفیتونو پر پېژندلو، د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د عوایدو د ښه والي او زیاتوالي لپاره د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
په پای کې، وړاندې شوي وړاندیزونه او مطرح شوي موضوعات وڅېړل شول او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه، د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي په موخه پر تخنیکي او اداري ارزونو د دوام او د اړینو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وشو.
