رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۵
رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و وضعیت عواید آن ریاست را بررسی کرد.
در این سفر، رئیس مالی و حسابی وزارت با مولوی نیازمحمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، دیدار کرده و پیرامون منابع عایداتی، روند جمع‌آوری و تحصیل عواید، اجاره‌دهی زمین‌ها و سایر منابع عایداتی بحث و تبادل نظر نمود.
همچنان، در جلسه‌ای با حضور آمرین، مدیران عمومی و مسؤولان بخش‌های مختلف ریاست زراعت کندز، میزان تحقق عواید، منابع موجود، چالش‌ها و موانع موجود در روند جمع‌آوری و تحصیل عواید مورد بررسی قرار گرفت.
مسؤولان بخش‌های مربوطه مشکلات و پیشنهادهای خود را در زمینه رفع موانع، مدیریت بهتر منابع عایداتی، بهبود روند اجاره‌دهی و افزایش عواید مطرح کردند.
در این نشست بر شفافیت در روند جمع‌آوری و تحصیل عواید، مسؤولیت‌پذیری، پیگیری منابع عایداتی، جلوگیری از ضیاع عواید، هماهنگی میان بخش‌های مربوطه و بهبود روند اجاره‌دهی تأکید شد.
مولوی ضیاءالدین واقف نیز ضمن استماع مشکلات و پیشنهادهای مسؤولان، بر توجه جدی به امور عوایدی، رعایت اصول کاری و شفافیت، پیگیری منابع عایداتی و تلاش بیشتر برای رفع چالش‌های موجود و بهبود مدیریت عواید تأکید کرد.
این سفر با هدف بررسی وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی چالش‌های موجود و ارائه راهکارهای عملی برای بهبود روند جمع‌آوری و تحصیل عواید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز انجام شد.


د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د کندز د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه
۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست د عوایدو وضعیت یې وڅېړه.
په دغه سفر کې د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي نیازمحمد عابد سره وکتل او د عوایدو د سرچینو، د عوایدو د راټولولو او تحصیل بهیر، د ځمکو د اجارې او نورو عایداتي سرچینو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د کندز د کرنې ریاست د آمرینو، عمومي مدیرانو او بېلابېلو برخو د مسؤولینو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د عوایدو د تحقق کچه، موجودې عایداتي سرچینې، ستونزې او د عوایدو د راټولولو او تحصیل پر وړاندې شته خنډونه وڅېړل شول.
د اړوندو برخو مسؤولینو د خنډونو د له منځه وړلو، د عایداتي سرچینو د لا ښه مدیریت، د اجارې ورکولو د بهیر د ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
په دغه غونډه کې د عوایدو د راټولولو او تحصیل په بهیر کې پر روڼتیا، مسؤولیت‌پذیرۍ، د عایداتي سرچینو پر تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي، د اړوندو برخو ترمنځ پر همغږۍ او د اجارې ورکولو د بهیر پر ښه والي ټینګار وشو.
مولوي ضیاءالدین واقف د مسؤولینو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د عایداتي چارو پر جدي پاملرنې، د کاري اصولو او روڼتیا پر رعایت، د عایداتي سرچینو پر تعقیب او د شته ستونزو د حل او د عوایدو د مدیریت د ښه والي لپاره پر لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې کندز ولایت ته دغه سفر د عوایدو د وضعیت د ارزونې، د عایداتي سرچینو د پېژندنې، د شته ستونزو د معلومولو او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د راټولولو او تحصیل د بهیر د ښه والي لپاره د عملي لارو چارو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت