کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد چکډېم د کښته شاولیکوټ ولسوالۍ د کندلان کلي په ګړنګ سیمه کې جوړ شوی، چې ۱۳.۵ متره لوړوالی او ۱۴۸ متره اوږدوالی لري او د زرګونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د کرنې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د چکډېم د دېوال د ساتنې او د اوبو د فشار پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو په موخه د «بریس والونو» په ګډون اړین حفاظتي تأسیسات هم جوړ شوي دي. د دې پروژې د جوړولو چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د نږدې ۱۱ میاشتو په موده کې، په ډبرین، اساسي او معیاري ډول بشپړې شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، د دغه چکډېم په جوړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او نږدې ۱،۸۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کړي. همدارنګه، د موسمي اوبو د مهار او زېرمه کولو له لارې به د سیمې د اوبو سرچینې پیاوړې او د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې زمینه برابره شي.
د دغه چکډېم د جوړولو له مهمو موخو څخه د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته رسېدنه، د باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د سیلابونو د زیانونو کمول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول، د کاریزونو او نورو اوبو سرچینو پیاوړتیا، له وچکالۍ سره د مبارزې ملاتړ او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.
دکرنې وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو او د اوبو د ستونزو د حل په موخه د اوبو د مدیریت او زېرمه کولو پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې او هڅه کېږي چې د ورته بنسټیزو پروژو له لارې د لیرې پرتو او اړمنو سیمو د اوبو ستونزې راکمې شي.
د اوبو د زېرمه کولو او مدیریت د دغو پروژو پلي کېدل د باراني اوبو د مهار، د سیلابونو د زیانونو د کمولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي او کولی شي د اوبو د کمښت او وچکالۍ پر وړاندې د سیمې د خلکو د مقاومت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
چکډېمونه د موسمي باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو ترڅنګ، د سیلابونو د شدت او زیانونو په کمولو، د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې او کچې په لوړولو، د کاریزونو او نورو اوبو سرچینو په پیاوړتیا او د وچکالۍ د اغېزو په راکمولو کې مهم رول لري. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي، د اوبو د مدیریت او زېرمه کولو دغه ډول بنسټیزې پروژې د کرنیزو فعالیتونو د دوام او د خلکو د اوبو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.


در کندهار با هزینه بیش از ۱۸ میلیون افغانی یک چکدم بزرگ ساخته شد؛ گامی مهم برای کاهش اثرات خشکسالی و افزایش سطح آب‌های زیرزمینی
۲۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ رَبِیعُ‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
کار ساخت یک چکدم بزرگ در ولسوالی پایین شاولیکوت ولایت کندهار، با هزینه ۱۸ میلیون و ۴۸۳ هزار و ۳۷۳ افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، تکمیل و این پروژه به بهره‌برداری سپرده شد.
این چکدم در منطقه گرنگ مربوط به قریه کندلان ولسوالی پایین شاولیکوت ساخته شده که ۱۳.۵ متر ارتفاع و ۱۴۸ متر طول دارد و ظرفیت ذخیره هزاران متر مکعب آب را دارا می‌باشد.
به گفته مسئولان وزارت زراعت، به‌منظور حفاظت از دیوار چکدم و افزایش مقاومت آن در برابر فشار آب، تأسیسات حفاظتی لازم، از جمله «بریس وال‌ها» نیز ساخته شده است. کار ساخت این پروژه توسط یک شرکت خصوصی در مدت نزدیک به ۱۱ ماه، به‌صورت سنگی، اساسی و معیاری تکمیل شده است.
به گفته مسئولان، با ساخت این چکدم حدود ۳۰۰ هکتار زمین زراعتی آبیاری شده و نزدیک به یک هزار و ۸۰۰ نفر از آن مستفید خواهند شد. همچنان، با مهار و ذخیره آب‌های موسمی، منابع آبی منطقه تقویت شده و زمینه تغذیه مجدد آب‌های زیرزمینی فراهم خواهد شد.
از اهداف مهم ساخت این چکدم، رسیدگی به مشکلات آبی دهقانان و مالداران، مهار و ذخیره آب‌های باران، کاهش خسارات سیلاب‌ها، افزایش سطح آب‌های زیرزمینی، تقویت کاریزها و سایر منابع آبی، حمایت از مبارزه با خشکسالی و فراهم‌سازی فرصت‌های کاری برای باشندگان منطقه عنوان شده است.
مسئولان وزارت زراعت می‌گویند که به‌منظور کاهش اثرات خشکسالی در کشور و رسیدگی به مشکلات آب، به پروژه‌های مدیریت و ذخیره‌سازی آب توجه ویژه صورت گرفته و تلاش می‌شود تا از طریق اجرای چنین پروژه‌های زیربنایی، مشکلات آبی مناطق دوردست و نیازمند کاهش یابد.
اجرای این‌گونه پروژه‌های ذخیره و مدیریت آب، در زمینه مهار آب‌های باران، کاهش خسارات سیلاب‌ها، تقویت منابع آب‌های زیرزمینی و آبیاری زمین‌های زراعتی، گام مهمی به شمار می‌رود و می‌تواند در تقویت توانایی مردم منطقه برای مقابله با کمبود آب و خشکسالی مؤثر باشد.
چکدم‌ها علاوه بر مهار و ذخیره آب‌های موسمی و باران، در کاهش شدت و خسارات سیلاب‌ها، تغذیه مجدد و افزایش سطح آب‌های زیرزمینی، تقویت کاریزها و سایر منابع آبی و کاهش اثرات خشکسالی نقش مهمی دارند. در مناطقی که با کمبود آب و خشکسالی مواجه‌اند، این‌گونه پروژه‌های زیربنایی مدیریت و ذخیره آب، برای تداوم فعالیت‌های زراعتی و تأمین نیازهای آبی مردم اهمیت ویژه‌ای دارند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

بازگشت