ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه
۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډيآرسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس هېواد په ۲ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۸۰۰ افغانیو مالي لګښت، د دغه ولایت له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې یاد اصلاح شوي تخمونه د اچین، سپین غر او هسکې مېنې ولسوالیو له بزګرانو سره وېشل شوي او هر بزګر ته ۳۵۰ کیلوګرامه د کچالو اصلاح شوی تخم ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې له یادو بزګرانو سره به په نږدې راتلونکي کې ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره هم مرسته وشي، څو د کچالو د حاصلاتو په لوړولو کې اغېزمن تمام شي.
د دې مرستو ترڅنګ، بزګرانو ته د کچالو د کرلو، مناسبې اوبولګونې، نرمکارۍ، د هرزه بوټو او ناروغیو د مخنیوي، د حاصل راټولولو او نورو اړوندو کرنیزو برخو په اړه لازمې روزنې هم ورکول کېږي.
د چارواکو په وینا، د دغو مرستو او روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو د کرنیزو تولیداتو زیاتول، د اصلاح شوو تخمونو دودول، د کچالو د حاصلاتو لوړول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.
