د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال: روزګان کې منظور شوې اوبولګولو پروژې به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۴۹

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له چارواکو سره وکتل او د یاد ریاست د فعالیتونو بهیر یې وارزاوه.
په دې کتنه کې د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد د وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د دغه ریاست مسؤلین او کارکوونکي به د خپلو سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې لازمې هڅې وکړي او د خلکو لپاره به د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.
د ناستې پر مهال د روزګان ولایت د اوبولګولو په برخه کې د یو شمېر پروژو د منظورۍ په اړه هم معلومات ورکړل شول. د معلوماتو له مخې، د چهارچینو ولسوالی د یمني سیمې لپاره د یوه چکډېم پروژه او د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي او د کرنا کانال د تحکیم کاري پروژې منظورې شوې دي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان څرګنده کړه، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د باراني او سیلابي اوبو د مهار او زېرمه کولو زمینه برابره شي، چې ورسره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او د اوبو د ضایعاتو کچه راټیټه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کانالونو د تحکیم کاري پروژې به د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ د کرنیزو ځمکو تر څنډو پورې د اوبو د رسېدو بهیر لا اغېزمن کړي، چې په پایله کې به د اوبولګولو په برخه کې د اوبو له شته سرچینو څخه لا ښه استفاده وشي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبولګولو د بنسټیزو پروژو پلي کول د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د ضایعاتو د کمولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو او د سیلابونو د منفي اغېزو د راکمولو په برخه کې مهم رول لري.


معین آبیاری و منابع طبیعی: پروژه‌های منظورشده آبیاری در ارزگان از ضایعات آب جلوگیری می‌کند
۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی بازمحمد فیضان معین  آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت ارزگان با مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرده و روند فعالیت‌های این ریاست را بررسی کرد.
در این دیدار، مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ارزگان، ضمن خوش‌آمدگویی به هیأت وزارت، گفت که مسئولان و کارمندان این ریاست برای انجام مسئولیت‌های سپرده‌شده و ارائه خدمات بهتر به مردم، تلاش‌های لازم را انجام خواهند داد.
در این نشست، درباره منظوری شماری از پروژه‌های آبیاری در ولایت ارزگان نیز معلومات ارائه شد. بر اساس این معلومات، پروژه ساخت یک چک‌دم در منطقه یمنی ولسوالی چهارچینو و پروژه‌های تحکیم کاری قریه چنار مربوط مرکز ترینکوت و کانال کرنا منظور شده است.
مولوی بازمحمد فیضان گفت که با تطبیق این پروژه‌ها، زمینه مهار و ذخیره آب‌های باران و سیلاب فراهم شده و در نتیجه، سطح آب‌های زیرزمینی افزایش و میزان ضایعات آب کاهش خواهد یافت.
وی افزود که پروژه‌های تحکیم کاری کانال‌ها، علاوه بر جلوگیری از ضایعات آب، روند انتقال آب به زمین‌های زراعتی را بهبود بخشیده و زمینه استفاده بهتر از منابع موجود آب برای آبیاری زمین‌های زراعتی را فراهم خواهد کرد.
گفتنی است که تطبیق پروژه‌های زیربنایی آبیاری در آبیاری زمین‌های زراعتی، کاهش ضایعات آب، افزایش سطح آب‌های زیرزمینی و کاهش اثرات منفی سیلاب‌ها نقش مهمی دارد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

هلمند کې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د بیا رغونې په‌پار د زهکشۍ کانال د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د مرکز اړوند د بولان کلي د اوبو ایستلو کانال د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۰
Background image

د کرنې وزارت مرستیال د صنعتي پارک د پرانیستې او له تولیدي فابریکو د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوه. . .

بازگشت