د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی ۲۴ بې وزلو او اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې.
د خوسکیو د وېش په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغه پروګرام د بې وزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د مالدارۍ د ودې او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د چپرهار ولسوالی ترڅنګ به په نږدې راتلونکې کې د کوټ او روداتو ولسوالیو لسګونو نورو اړمنو کورنیو ته هم ورته مرستې، په ځانګړي ډول بلاربې خوسکۍ، ووېشل شي.
مولوي عبدالستار محمد همدارنګه یادونه وکړه، چې له دې وړاندې د یادو کورنیو د مالدارۍ د پیاوړتیا او د څارویو د مناسبې ساتنې په موخه د جوارو او شفتلې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل هم وېشل شوي وو، ترڅو د مالدارۍ د دوامدار پرمختګ لپاره لازم شرایط برابر شي.
په همدې حال کې د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسئول انجینر خان اغا شینواري د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د پروژو په بریالي او شفاف تطبیق کې د یاد ریاست همکاري د ستاینې وړ ده.
ښاغلي شینواري څرګنده کړه، چې د خوسکیو د وېش اساسي موخه د بې وزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او په سیمه کې د خوړو د خوندیتوب کچې لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال هم د ډاکار مؤسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې سلګونو بې وزلو کورنیو ته د خوسکیو مرستې ترسره شوې وې، چې د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو د عاید د زیاتوالي او د مالدارۍ د پراختیا په برخه کې یې مثبتې او اغېزمنې پایلې لرلې.
د خوسکیو د وېش په دې پروګرام کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو ترڅنګ د اقتصاد ریاست استازو هم ګډون کړی و او د پروژې د شفاف تطبیق او د مرستو د عادلانه وېش بهیر یې له نږدې وڅاره.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا، د بې وزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د تأمین په موخه د کورنیو او نړۍوالو همکارو مؤسسو په ملاتړ د مالدارۍ او کرنې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي کوي. د دغو پروګرامونو له لارې اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ اړوند مرستې، کرنیز توکي او مسلکي روزنې برابرېږي، ترڅو د هغوی د عاید کچه لوړه او پر ځان بسیاینې ته لاره هواره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت