کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د کونړ د کرنې ریاست په همغږۍ، د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون  ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړ.
د دې کمپاین موخه د مالدارانو د څارویو ساتنه، د طاعون ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده. ټاکل شوې ده چې یاد کمپاین د کونړ ولایت په مرکز او ټولو ۱۵ ولسوالیو کې تطبیق شي.
د پلان له مخې، نږدې ۱۰۰ زره ډوزه واکسین به د خصوصي ساحوي وترنر ډاکټرانو له لوري پر پسونو او وزو په وړیا توګه تطبیق شي، څو څاروي د دې خطرناکې ساري ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو مالدارانو او کوچیانو غوښتنه کړې، چې خپل د واکسین شرایطو برابر څاروي واکسین کړي، ترڅو دطاعون ناروغۍ پر وړاندې معافیت ترلاسه او د احتمالي اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت