د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د کرنیزو څېړنو او مورني تخمونو د تولید بېلابېل پروګرامونه په منظم ډول روان دي
۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت وایي، د بولان څېړنیز فارم کې د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې د کرنیزو څېړنو، مورني او هستوي تخمونو د تولید، د اصلاح شویو نباتي ورایټیو د ارزونې او د بڼوالۍ د پراختیا په موخه ګڼ علمي او تخنیکي فعالیتونه ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، د اصلاح په برخه کې د جوارو د کرکټرونو د ارزونې، د باجرې (سرګم)، ممپلي، شنو ماشو او سویابینو د توافقي مطالعې تجربې او همدارنګه د ممپلي مطالعاتي قطعه تر کار لاندې ده. په دغو تجربو کې د کر، اوبه ورکولو، خشاوې او روزنې چارې په منظم ډول روانې دي.
د غلهجاتو په برخه کې د جوارو دوه ورایټۍ د مورني تخم د تولید په موخه په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوې دي، چې د خشاوې، اوبه ورکولو او روزنې چارې یې ترسره شوې او لا هم دوام لري.
د صنعتي او فلیداره نباتاتو د مورني او هستوي تخم د تولید په برخه کې پنبه (سلطان ورایټي)، کنجد، سویابین، لمرګل، ممپلي، شنه مۍ، تور مۍ (هلمندي ورایټي) او د مصور نبات د مورني او هستوي تخم د تولید لپاره په بېلابېلو سمیو کې کرل شوي دي. د دغو نباتاتو د پالنې، اوبه ورکولو او خشاوې چارې په منظم ډول ترسره کېږي.
د اګرانومۍ په برخه کې د سویابینو درې او د جوارو درې بېلابېلې څېړنیزې تجربې د ځانګړو علمي موخو لپاره پلې شوې دي، چې د ساتنې، روزنې او اوبه ورکولو چارې یې په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د سبو په برخه کې د بنډۍ، رومیانو، بانجانو، مرچکو او پیازو د مورني تخم د تولید قطعات تر مدیریت لاندې دي. په دغو قطعاتو کې دوه ځله خشاوه، اوبه ورکول او روزنه ترسره شوې او د رومیانو او پیازو مورني تخمونه هم راټول شوي دي.
همدارنګه، د مېوهجاتو په برخه کې د انګورو او سردرختي مېوو نمایشي او معرفي ورایټیو بڼونه، چې په ۲۶ جریبه ځمکه کې جوړ شوي، د ساتنې، درملنې، روزنې او اوبه ورکولو چارې یې په منظم ډول روانې دي. سربېره پر دې، د اصلاح شویو نیالګیو د تولید قوریې، چې په دوه جریبه ځمکه کې جوړې شوې، یو ځل خشاوه، اوبه ورکول او روزنه یې ترسره شوې او د پالنې چارې یې دوام لري.
د هلمند د کرنې ریاست د څېړنیو لوی مدیریت ټینګار کوي، چې د یادو څېړنیزو او تخنیکي فعالیتونو موخه د اصلاح شویو ورایټیو ارزونه، د لوړ کیفیت مورني او هستوي تخمونو تولید، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او بزګرانو ته د غوره نباتي موادو برابرول دي.
