ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې د مېوه لرونکو ونو په لسو مورنیو روزنځایونو کې لومړنۍ څارنه او د تولید شوو زخو اټکلیز براورد ترسره شو.
دننګرهار د کرنې ریاست د تخمونو د تصدیق ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري وویل، چې ددې امریت تخنیکي کارکوونکو له لورې په ختیځ زون کې د (لیمو، مالټو، سرو املوکو، انارو، شفتالو، آلوچو، بادامو او زردالو ) ونو کې د زخو تثبیت او اټکلیز براورد ترسره شو، چې د ١٤٠٥ کال لپاره به ٩٩٩ زره او ٥٣٢ زخې ولرو.نوموړې زیاته کړه ددوی تر څار لاندې به یادې زخې تصدیقي نیالګیو روزنځایو ته انتقال او په راتلوونکي کال کې به ترې په زیاته اندازه تصدیقي نیالګي ترلاسه شي.
ښاغلي اکبرې وویل، چې ددې ترڅنګ د یادو زوزنځایونو لومړنۍ هراړخیزه څارنه او ارزونه د ستونزو په نښه کولو او غوره نیالګیو تولید په موخه ترسره شو.


در زون شرق نزدیک به یک میلیون پیوند درختان میوه‌دار تثبیت و برآورد شد
۲۵ جوزای ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان آمریت تصدیق تخم‌های اصلاح‌شده ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، نخستین نظارت و برآورد تخمینی پیوندک‌های تولیدشده را در ده قوریه  مادری درختان میوه‌دار در زون شرق (ولایات ننگرهار، کنر و لغمان) انجام دادند.
انجنیر نعمت‌الله اکبری، آمر تصدیق تخم‌های اصلاح‌شده ریاست زراعت ننگرهار، گفت که کارمندان تخنیکی این آمریت تثبیت و برآورد تخمینی پیوندک‌های درختان لیمو، مالته، نارنج، انار، شفتالو، آلوچه، بادام و زردآلو را در زون شرق انجام داده‌اند که برای سال ۱۴۰۵ مجموعاً ۹۹۹ هزار و ۵۳۲ پیوندک موجود خواهد بود.
وی افزود که این پیوندک‌ها تحت نظارت این آمریت به نهالستان‌های تولید نهال‌های تصدیق‌شده انتقال داده می‌شود و در سال آینده از آن‌ها مقدار زیادی نهال تصدیق‌شده به دست خواهد آمد.
آقای اکبری همچنان گفت که علاوه بر این، نظارت و ارزیابی همه‌جانبه ابتدایی از نهالستان‌های یادشده به‌منظور شناسایی مشکلات و تولید نهال‌های باکیفیت انجام شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

بازگشت