ننګرهار کې د غلهجاتو، تېلي او صنعتي نباتاتو ۲۰۰ ننداریزې کروندې جوړېږي
۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا د ننګرهار په ولایت کې د غلهجاتو، صنعتي او تېلي نباتاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج او د بزګرانو د ظرفیت لوړونې په موخه د ۲۰۰ ننداریزو کروندو د جوړولو پروګرام پلي کېږي.
په همدې موخه د کرنې وزارت دغلودانو د پراختیا ریاست د تېلي او صنعتي نباتاتو آمر اسدالله شایق او ورسره مل پلاوي د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي عبدالستار محمد سره په کتنه کې وویل، چې یادې ننداریزې کروندې به د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د شولو، لوبیا، مۍ، پنبې او جوارو لپاره جوړې شي.
د نوموړي په وینا، د یادو کروندو لپاره به بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د ځمکې د نرمکارۍ لګښتونو د برابرولو په موخه نغدي مرستې ورکړل شي، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې کرنیزې چارې د غوره او معیاري میتودونو له مخې ترسره کړي.
اسدالله شایق زیاته کړه، چې د پروګرام په لړ کې به د تېر کال د ننداریزو کروندو ارزونه هم ترسره شي او له بزګرانو سره به د لاسته راوړنو، ستونزو او تجربو په اړه مشورتي ناستې وشي، څو مثبتې پایلې لا پیاوړې او د شته ننګونو د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي. د هغه په خبره، دا چاره به د بزګرانو د حاصلاتو په لوړوالي او د کرنیزو تولیداتو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
بل لور ته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ننداریزو کروندو ارزښت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول پروګرامونه د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د اصلاح شوو تخمونو د ترویج او د بزګرانو د عملي روزنې لپاره اغېزمنې وسیلې دي. هغه راغلي پلاوي ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې د کرنیزو نوښتونو د عملي ښودنې، د اصلاح شوو تخمونو د اغېزمنتیا د ارزونې، د بزګرانو د پوهاوي لوړولو او د عصري کرنیزو میتودونو د پراختیا لپاره مهم رول لري، چې له لارې یې بزګران کولای شي د خپلو کروندو حاصلات او عواید زیات کړي.
۲۰۰ قطعه نمایشی غلهجات، نباتات تیلی و صنعتی در ننگرهار ایجاد میشود
۱۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ ذیالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت ننگرهار، برنامه ایجاد ۲۰۰ قطعه نمایشی را به منظور افزایش حاصلات غلهجات، نباتات تیلی و صنعتی، ترویج روشهای عصری زراعتی و ارتقای ظرفیت دهقانان در این ولایت تطبیق میکند.
در همین راستا، اسدالله شایق آمر نباتات تیلی و صنعتی ریاست توسعه غله جات وزارت زراعت همراه با هیئت همراه خود در دیدار با مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار گفت که این قطعات نمایشی در ولسوالیهای مختلف ولایت برای کشت شالی، لوبیا، ماش، پنبه و جواری ایجاد خواهد شد.
به گفته وی، برای این قطعات نمایشی تخمهای اصلاحشده، کودهای کیمیاوی و کمکهای نقدی به منظور تأمین هزینههای نرمکاری زمین در اختیار دهقانان قرار میگیرد تا آنان بتوانند فعالیتهای زراعتی خود را مطابق روشهای بهتر و معیاری انجام دهند.
اسدالله شایق افزود که در چارچوب این برنامه، قطعات نمایشی سال گذشته نیز مورد ارزیابی قرار خواهد گرفت و نشستهای مشورتی با دهقانان در مورد دستاوردها، مشکلات و تجارب برگزار میشود تا نتایج مثبت بیش از پیش تقویت شده و برای حل چالشهای موجود اقدامات مؤثر روی دست گرفته شود. به گفته او، این اقدام نقش مهمی در افزایش حاصلات دهقانان و بهبود تولیدات زراعتی خواهد داشت.
از سوی دیگر، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با اشاره به اهمیت قطعات نمایشی گفت که اینگونه برنامهها ابزار مؤثری برای معرفی تکنالوژیهای جدید زراعتی، ترویج تخمهای اصلاحشده و آموزش عملی دهقانان به شمار میروند. وی همچنین به هیئت یادشده اطمینان همکاری همهجانبه داد.
قابل یادآوری است که قطعات نمایشی در نمایش عملی نوآوریهای زراعتی، ارزیابی مؤثریت تخمهای اصلاحشده، افزایش آگاهی دهقانان و گسترش روشهای عصری زراعت نقش مهمی دارند و از این طریق دهقانان میتوانند حاصلات و عواید خود را افزایش دهند.
