د اکشناېډ مؤسسې د فعالیتونو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه
١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د چارواکو او د اکشناېډ مؤسسې د استازو په ګډون، د یادې مؤسسې د فعالیتونو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اکشناېډ مؤسسې مسؤلینو د پکتیکا، تخار، سمنګان، کونړ، دایکنډي او فاریاب ولایتونو لپاره د پلان شویو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه ګډونوالو د پروژو د لا اغېزمن او غوره پلي کېدو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
یاده غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس، سیداحمد خالد صاحبزاده، په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د کمېټې غړو هم د پروژو د پلي کېدو د بهیر د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه پروژې به د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې د ۲۴ میلیونه پونډو په لګښت پلي شي، چې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، بڼوالۍ، بزګرانو او مالدارانو ته د مرستندویه بستو وېش، له بازارونو سره د تولیدوونکو نښلول او د ځنګلونو بیا رغونه به پکې شامل وي.
