د فراه ولایت د کرنې پوهنځی زده کړیالانو د بولان څېړنیز فارم او انار باغ قوریه کې عملي زده کړې ترلاسه کړل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۸
د فراه ولایت د کرنې پوهنځی زده کړیالانو د بولان څېړنیز فارم او انار باغ قوریه کې عملي زده کړې ترلاسه کړل

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم او د نیالګیو روزنځای څخه د فراه ولایت د کرنې پوهنځی زده کړیالانو د عملي زده کړو په موخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال محصلینو ته د فارم د بېلابېلو نباتاتو د څېړنیزو او تولیدي قطعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول، چې پکې د تجربو د ثبت، د مختلفو زراعتي معلوماتو ثبت او د څېړنیزو چارو اړوند عملي زده کړې شاملې وې.
همدارنګه محصلینو ته د مورني تخمونو د ځمکو د آماده کولو، مناسبې فاصلې، د تخمونو د اصلاح شوو صنفونو، خیشاوې، لو، تریشر، پروسس او بسته بندئ په برخو کې لازم تخنیکي معلومات او عملي پوهاوی ورکړل شو.
ورسره د بولان د نیالګیو روزنځای کې هم د نیالګیو د روزنې د بېلابېلو مرحلو، د تخم کرنې، پالنې، انتقال او ساتنې په هکله محصلینو ته عملي معلومات وړاندې او لازمې لارښوونې ورسره شریکې شوې.
د یادې علمي او عملي لیدنې موخه د زده کړیالانو د مسلکي ظرفیت لوړول، د څېړنیزو فعالیتونو سره بلدتیا او د کرنیزو علومو عملي تجربو ته وده ورکول و.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت