سمنګان کې شپږ زره او ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبیږي

mail-admin
تا یک سال آینده شش هزار و ۸۰۰ جریب زمین آبیاری می‌شود

سمنګان کې د اوبولګولو د دوو کانالو د جوړولو چارې پیل شوې:

شپږ زره او ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبیږي

۱۲ سلواغه ۱۳۹۸
د سمنګان ولایت مرکز ایبک اړوند د ژوندون او چوغي کلیو کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د جوړلو چارې پیل شوې.
د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدرحمن ارغندیوال وایي، چې ددې کانالونو په جوړولو سره د چوغي او ژوندون کلیو اړوند د ۷۰۰ بڼوالو او بزګران د څه باندې شپږ زره او ۸۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو د کموالي ستونزې هواریږي.
ښاغلی ارغندیوال وویل، چې د یادو دوو کانالونو په جوړولو سره به څه باندې ۵۰ سلنه داوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي. هغه وویل، چې د دغو کانالونو په جوړېود سره د اوبو د ښه مدیریت په پار به څه باندې یوزر او ۲۰۰ بزګران خپلو کروندوکې د څاڅکي اوبوخور سیسټم څخه ګټه پورت کړي، چې د دوی د حاصلاتو د زیاتوالي او د اوبو د کم مصرف لامل کیږي.
ددغو کانالونو د جوړولو لګښت د امریکا متحده ایالاتو نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» له خوا ورکول کیږي او د جوړولو چارې به یې د یوه کال په ترڅ کې بشپړ شي.
دغه کانالونه چې په ټولیزه توګه ۳.۷ کیلومتره اوږدوالی لري په پاخه اواساسي ډول جوړیږي، چې د اوبو د عادلانه وېش او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې به رغنده رول ولري.
د یادو دوو پروژو د پلي کېدو په لړ کې د دوو کانالونو په مسیر کې به ۷۱ دروازې هم نصب شي او ددې ترڅنګ ۸ پایې پلچکونه او د سېلابونو ګواښ څخه د کرنیزو کانالو د خوندي کولو په پار ۱۶۰ متره محافظتي ديوال هم جوړیږي.
دغه راز ددې بنسټیزې کرنیزې پروژې د کار په پیل سره به ۲۰۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره دکار زمینه هم برابریږي.