د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په‌پار د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۲۹
برگزاری جلسه ارزیابی آمادگی‌ها برای نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون  ترسره کولو په‌پار د چمتووالي کچې ارزونې او همغږۍ پیاوړتیا په موخه غونډه دایره شوه. په دې غونډه کې د اړوندو کمېټو رییسانو او غړو هم ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د قران کریم د مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د افغانستان اسلامي امارت دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد نندارتون پر اهمیت، موخو او د اړوندو کمېټو له لوري د مسؤلیتونو د پرمخ بیولو پر څرنګوالي خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې دا نندارتون د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د معرفي کولو، بازار موندنې او د کیفیت ښودلو په موخه جوړېږي او د بریالي ترسره کېدو لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
وروسته، د کرنې وزارت د خصوصي سکتور ریاست چارواکو د دې نندارتون اړوند د ترسره شویو فعالیتونو او چمتووالي په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د ټاکل شویو کمېټو مسؤلینو د چارو د لا ښه تنظیم لپاره خپل نظرونه او اصلاحاتي وړاندیزونه شریک کړل. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده، چې د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د روان کال د غويي له ۲مې نېټې څخه تر ۵مې پورې د کابل په بادام باغ کې د څلورو ورځو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت