لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن سره په کتنه کې د یوکرنیز څېړنیز فام د جوړولو په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د پلاوي مشر مولوي نصرت الله طلحه وویل، د دوی د سفر موخه په لغمان ولایت کې د کرنیز څېړنیز فارم د جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې انتخاب او تثبیت دی، ترڅو په دغه ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو پر وده او حاصلاتو د هوا، خاورې او اوبو اغېزې وڅېړل شي، او د هرې سیمې لپاره لوړ حاصلاتو لرونکي کرنیز نباتات بزګرانو ته وروپېژندل شي.
په ورته مهال د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د پلاوي هرکلی وکړ او د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه، او د څېړنیز فارم جوړول یې یو مهم او نیک اقدام وباله. هغه زیاته کړه، چې د کرنې وده او پراختیا پر څېړنو ولاړه ده، او پرته له علمي څېړنو څخه لوړ حاصل لرونکو نباتاتو د ډولونو تولیدول ناشوني دي.
نوموړي همداراز وویل، چې لغمان یو کرنیز ولایت دی او ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي دڅېړنیز فارم جوړولو ته زیاته اړتیا ده. په پای کې یې د ریاست اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې له یاد پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.


در ولایت لغمان یک فارم تحقیقات زراعتی ساخته خواهد شد 
۲۴ حمل  ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
رییس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی نصرت‌الله طلحه، در رأس یک هیأت در جریان سفر به لغمان، با رییس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، مولوی سلیمان ایمن، دیدار کرده و پیرامون ایجاد یک فارم تحقیقاتی زراعتی گفتگو نمودند.
در این دیدار، مولوی نصرت‌الله طلحه گفت که هدف از این سفر، انتخاب و تثبیت زمین مناسب برای ایجاد فارم تحقیقاتی زراعتی در ولایت لغمان است تا تأثیرات هوا، خاک و آب بر رشد و حاصلات نباتات مختلف بررسی گردد و نباتات زراعتی با حاصل‌دهی بلند برای هر منطقه به دهقانان معرفی شود.
در همین حال، مولوی سلیمان ایمن، رییس زراعت لغمان، از هیأت استقبال نموده و از حضور آنان قدردانی کرد و ایجاد فارم تحقیقاتی را یک اقدام مهم و نیک دانست. وی افزود که رشد و انکشاف زراعت بر پایه تحقیقات استوار است و بدون تحقیقات علمی، تولید انواع نباتات با حاصل‌دهی بلند ممکن نیست.
وی همچنان اظهار داشت که لغمان یک ولایت زراعتی است و اکثر باشندگان آن به زراعت و مالداری مصروف اند، از این‌رو ایجاد فارم تحقیقاتی یک نیاز جدی به شمار می‌رود. در پایان، او به کارمندان مربوطه هدایت داد تا با هیأت یادشده همکاری همه‌جانبه نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت