د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس سلیمان ایپلي او د هغه له مرستیال سردارولي شهباز سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې د یادې مؤسسې رییس د خپلې ادارې د تېر فعالیتونو په اړه، چې د کرنې، روغتیا، بشري مرستو، د ودانیو د جوړولو او د قدرتي پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستې په برخو کې ترسره شوي، معلومات وړاندې کړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې خیریه بنسټ له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د نږدې همغږۍ له لارې د همکاریو پر پیاوړتیا او د پروګرامونو پر لا ښه تطبیق ټینګار وکړ.
همدارنګه، د ناستې په دوام کې د مؤسسې مسؤلینو د خپلو راتلونکو پلانونو او فعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې ترکیه له افغانستان سره د دیني، کلتوري، اقتصادي، کرنیزو او سیاسي اړیکو اوږده مخینه لري او د دغو همکاریو یوه برخه د ترکیې د خیریه مؤسسې له لوري عملي کېږي.


دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه خیریه ترکیه
۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با سلیمان ایپلی رئیس موسسه خیریه ترکیه و معاونش سردارولی شهباز دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، رئیس این موسسه در مورد فعالیت‌های گذشته این نهاد در بخش‌های زراعت، صحت، کمک‌های بشری، اعمار ساختمان‌ها و حمایت از آسیب‌دیدگان حوادث طبیعی معلومات ارائه نمود.
معین زراعت و مالداری ضمن قدردانی از فعالیت‌های این نهاد خیریه، بر تقویت همکاری‌ها و پیشبرد بهتر برنامه‌ها از طریق هماهنگی نزدیک تأکید کرد.
همچنان در ادامه، مسئولان این موسسه در مورد برنامه‌ها و فعالیت‌های آینده شان نیز معلومات ارائه کردند.
گفتنی است که ترکیه با افغانستان دارای روابط دیرینه دینی، فرهنگی، اقتصادی، زراعتی و سیاسی بوده و بخشی از این همکاری‌ها از سوی موسسه خیریه ترکیه عملی می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت