د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې
۱۷ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ ۴۰ تنه نږدې فارغیدونکو زده کړیالانو ته کرنیزه عملي روزنه پیل شوه.
د کوهکران څېړنیز فارم د چارواکو په وینا، په دي روزنه کي به یادو زده کړیالانو ته د یوې میاشتي په اوږدو کي د بڼوالۍ، خاوري پیژندني، د باغداري لپاره ډیزاین، تېلې او صنعتي نباتاتو کرنې او ورته نورو برخو کي عملي روزنه ورکړل شي.
د مسؤلینو په وینا په دې عملي زده کړه کې د دویم کال وروستي سمسټر زده کړیالان شامل دي، چي موخه یي د بڼوالۍ عملي زده کړه کول، د کرنیز عملیاتي چارو سره بلدتیا او د نظري زده کړو ترڅنګ عملي فرصتونه برابرول دي.
د یادوني وړ ده، چې د یادو زده کړیالانو سره د یاد فارم عمومي مسؤل له لوري غونډه نیول شوې، چي په یاده غونډه کي یي یادو زده کړیالانو ته د بشپړي همکارۍ ډاډ هم ورکړي دي. ترڅو چارې یې په اغېزمن ډول پر مخ یوړل شي.
