فراه ولایت کې پر سلګونو بزګرانو د مۍ اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه
۱۷ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (سياچاې) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ، د انار درې، شیب کوه او پشت کوه په ولسوالیو کې ۳۸۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته ۱۵ کیلوګرامه توره سره، ۱۵ کیلوګرامه سپین (یوریا) سره او ۸ کیلوګرامه د مۍ اصلاح شوي تخم وېشل کېږي.
د یادې مرستې مستحقین د یوې ګډې کمېټې له لوري په شفافه توګه ټاکل شوي وو او د وېش بهیر هم د همدې کمېټې په حضور کې ترسره کېږي.
دا ډول پروګرامونه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.
